اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونه

د سرپرست حکومت کارکوونکي د دوه میاشتو معاشونه نه دي آخیستی

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکي د دوی په معاشونو کې د ځنډ له امله شکایت کوي.

په افغانستان کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکي وايي، د طا-لبانو حکومت دوی ته د دوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي چې له دې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی د طا-لبانو له حکومته غوښتنه کوي چې معاشونه یې ورکړي.

امېد چې په پلازمېنه کابل کې ښوونکی دی، وايي : “زه دولتي دنده لرم، د ثور میاشتې معاش مو نه دی اخیستی، د کور کرایه لرو، په رښتیا ورته ډېره اړتیا لرو، د معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله ډېر جنجالونو کې یوو.”

د یوې بلې دولتي ادارې کارکوونکى چې نه غواړي د موضوع د حساسيت له امله یې په راپور کې خپل او د دندې ځاى نوم یاد شي، د ورته ستونزې يادونه کوي.

د طا-لبانو د یوې ادارې کارکوونکی وايي: دا مهال زه له دوکاندار، نانوايي او د ګازو له دوکان پوروړی یم، بس همدا فکر کوم چې کله به مو معاش راشي، نو اسلامي امارت باید هڅه وکړئ چې معاشونه زر راورسوي.

هغه وویل: “زموږ ستونزه دا ده چې معاشونه ځنډېدلي د هر چا ذهن او فکر معاشونو خواته دی. دا مهال زه له دوکاندار، نانوايي او د ګازو له دوکان پوروړی یم، بس همدا فکر کوم چې کله به مو معاش راشي، نو اسلامي امارت باید هڅه وکړئ چې معاشونه زر راورسوي.”

د یو بلې دولتي ادارو کارکوونکې، چې د کورنۍ مشره او ګټيالۍ ده او دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم او د کار ځای یاد شي، ازادي راډيو ته وویل: “دوه میاشتې کېږي چې موږ ته يې معاشونه نه دي راکړي، د کور ټول لګښتونه مې په غاړه دي، پلار مې مړ شوی.”

د دغو ستونزو په اړه د طا-لبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د طا-لبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند ولي حقمل وپوښتل شول، خو پوښتنې ته ځواب را نه کړله.

د یاد ولو وړ دي چي د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د جوزا میاشتې په لومړیو کې په دوه میاشتې ځنډ سره د ۱۴۰۳ مالي کال کلنۍ بودجه تصویب کړه.

د دولتي اداراتو د کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې د ځنډ خبره په داسې حال کې کېږي چې د ورځني خرڅ تر څنګ ډیری دوی په کرايي کورونو کې ژوند کوي او باید میاشت په میاشت د کور خاوند ته کرایه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کډوالو نړیوال سازمان یا “آی‌او‌ایم” ویلي چې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دى.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې سږ کال شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه انسانان چې د افغانستان د ټولو وګړو له نیمايي ډېره برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو په ستنېدو او وروستيو اورښتونو او سيلابونو ته په کتو ياد شمېر لا زیات شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا