اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د سرحدي سیمو د ستونزو د حل لپاره کمېته جوړه شوي دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مرستیال ویاند ویلي، چې له پاکستان سره ډیورنډ کرښې او نورو ګاونډیانو سره د سرحدي سیمو د خلکو ستونزو د هواري لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې.

حمدالله فطرت وايي چې دغه کمېټه د دغو سیمو اوسېدونکو ته لومړني خدمتونه او دیني-عصري زده کړې ورکوي.

د طا-لبانو د دغه وياند په وینا، د یادې کمیټې مشري د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري کوي او په جوړښت کې یې د سرحدي او ډیورنډ کرښې سره نږدې ولایتونو مرستیالان، ولسوالان او د دفاع وزارت د سرحدي ولسوالیو استازي شامل دي.

طا-لبان غواړي چې د سرحدي او ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو اوسیدونکو ته لومړني خدمتونه، مخابراتي اسانتیاوې، سړکونه او د څښاک اوبه برابرې کړي. ملا هبت‌الله د طا-لبانو د مالیې وزارت ته امر کړی چې د دغې کمیټې لپاره لازمه بودجه برابره کړي.

دغه کمېټه داسې حال جوړیږي چې پاکستان د طا-لبانو د واکمنۍ په لومړیو کې ویلي چې له طا-لبانو سره یې د ډیورنډ کرښې اړوند ستونزو د هواري لپاره د یوې کمیټې په جوړولو هوکړه کړې او طا-لبانو هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ستونزو د هواري لپاره د یوې کمیټې د جوړولو اعلان کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا