اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

د سالنګونو په ګډون د هېواد يو شمېر لويې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي

دید خبرې آژانس: د ټولګټو وزارت مسئولین وايي چې د سالنګونو په ګډون، د هېواد يو شمېر لويې لارې د واورې د اورښت له امله، د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن په خپله «اکس» ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: (د سالنګونو لویه لاره د واورې د تېز اورښت امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او اوسمهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل هڅه کوي چې یاده لويه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیزي او د یادې لویې لارې د پاککارۍ چارې جریان لري).

حق‌شناس ویلي چې د غزني د مالستان او ناور ولسواليو نښلونکي سړکونه د واورې د تېز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي او د دغه ولایت د جاغوري او اجرستان ولسوالیو مسیرونه پرون د واورې د اورښت له امله د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو چې د غزني ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل په هڅو بېرته پرانیستل شول.

د هغه په وینا، د باميانو د قوناق، آب قول کرمان، شاتو، کوتلونو مسیرونه او د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیا مسیر د واورې د تېز اورښت له امله د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل لخوا یې د واورې پاکولو کار دوام لري.

دغه راز د سرپل ولايت قم کوتل، د غور د لعل کرمان مسیر او د دایکنډي د نیلي – اشترلي مسیرونه هم د واورې د تېز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

ورته مهال، د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند په تنګي غارو، د ګزک بند، شینوارو پل او د ماهیپر طلا ګولایي په ګډون، د یادې لویې لارې په ځینو نورو برخو کې د وروستیو اورښتونو له امله غر ښوېدنه رامنځ ته شوې ده چې یاده لویه لاره د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه؛ خو اوسمهال د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.

همدا رنګه، نن په تخار، بدخشان، پنجشېر، ميدان وردګو، ارزګان، کندز، نورستان او سمنګانو کې د واورې تېز اورښت جريان لري او پرون هم د هېواد ځينې مسیرونه د واورې د تېز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ د لنډ وخت لپاره بند شوي وو؛ خو د اړوند ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د پرسونل په هڅو له واورو څخه پاک کاري شوي او اوسمهال د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي.

ټولګټو وزارت له هېوادوالو څخه غوښتنه کړې چې د بوږنوونکو پېښو د مخنیوي لپاره دې، د لنډ وخت لپاره (د هوا تر برابرېدو) پورې، د سالنګونو په ګډون پر زیان منونکو لارو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا