د «زنا» په تور؛ طا-لبانو په هرات کې یوه ښځه په درو ووهل
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ښځه پرون (دوشنبه، د چنګاښ ۴مه) د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې په (۳۹ درو) وهل شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه حکم د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ د طا-لبانو د ابتدايي محکمې له خوا صادر شوى او د هغوى د سترې محکمې له تصويب وروسته نافذ شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طا-لبانو له خوا د تورنو کسانو د مجازاتو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طا-لبان د وکیل ته د لاسرسي او قانون په پام کې نيولو پرته تورنو کسانو ته سزا ورکوي.
تازه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره د طا-لبانو طریقه «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.
د يادونې وړ ده، چې طا-لبانو د غبرګولي په څوارلسمه په پلخمري ښار کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ تنو ته سزا ورکړه.