د زعفرانو تولید په هرات کې ۱۵ سلنې زیات شوی دی
دید خبرې آژانس: د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو کښتونه زیات شوي دي.

د مسوولینو په خبره، د زعفرانو لوړو بیو او صادراتو ته په پام، د دغه بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
زعفران چې سره زر هم ورته وایي، ورځ تر بلې د کروندګرو لېوالتیا ورسره زیاتېږي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج امر، بشیر احمد احمدي ویلي: «سږ کال د زعفرانو وضعیت ډېر ښه دی او د تېر کال پرتله ۱۵ سلنې زیات تولید مو درلود. بزګرانو هم ښه عواید ترلاسه کړي او ورځ تر بلې د زعفرانو کرکېله په هرات کې پراختیا مومي.»
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پربنسټ په کورنیو بازارونو کې د یو کیلو زعفرانو بیه تر سل زره افغانیو رسیږي او د تېر کال په پرتله یې بیې هم لوړې شوې دي.
په هرات کې د زعفرانو صادرونکو شرکتونو د مسوولینو په خبره، نړۍوالو بازارونو کې د هېواد زعفرانو ته لېوالتیا زیاته شوې ده.
د زعفرانو پروسس یو شرکت مسوول، عبدالخالق خدایدادي ویلي: «د افغانستان زعفران د امریکا، جرمني، ډنمارک، سویډن، اسپانیا او هند په ګډون څه باندې شلو هېوادونو ته صادرېږي.»
په هرات کې د زعفرانو فصل راټولولو پرمهال زرګونه ښځې او نجونې د ګلونو راټولو او بیا د زعفرانو پر جلا کولو بوختې وي.
دغه راز د زعفرانو په پروسس شرکتونو کې هم سلګونه ښځو ته اوږدمهالي کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د مالوماتو لمخې سږ کال دغه ولایت کې پر لس زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.
تېر کال په هرات کې څه باندې څلوېښت ټنه زعفران راټول شوي وو او تمه ده چې سږ کال دغه شمېر لوړ شي.