د روغتیا وزارت سرپرست د ایران له سفیر سره د روغتیایی همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه وکړه
دید خبری آژانس: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال له سید حسن مرتضوی سره د روغتیایی همکاریو د پراختیا په اړه وکتل.
د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه (د قوس ۲۰مه) اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد او په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي د «ګډې روغتیايي همکارۍ» په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې کتنه کې په کابل کې د افشارو د سرطان د درملنې د مرکز او په بامیانو کې د ایران د روغتون د بشپړېدو په اړه هم خبرې وشوې.
تر دې مخکې په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال بامیان ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ چې د دغه ولایت په ۱۲۰ بستریز «امام خمیني» روغتون کې به ایراني متخصص ډاکټران ځای پر ځای شي.
هغه دا هم وويل، چې دغه روغتون به نه يوازې د باميانو ښاريانو، بلکې د ګاونډيو ولايتونو ناروغانو ته هم خدمات وړاندې کړي.