Uncategorizedاسلایدشوافغانستانبشري حقونهټولنه

د روغتیا نړیوال سازمان د بشري مرستو د نشتوالي له امله د ۲۴ میندو د احتمالي مړینې خبرداری ورکړی

ډید خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د بشري مرستو د کمښت له امله هره ورځ د ۲۴ افغان میندو د احتمالي مړینې خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان نن دوشنبه (د غبرګولي ۶ مه) اعلان وکړ، چې له اوسنۍ بشري بودیجې سره سم په پام کې ده چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مړه شي.

د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره، دې سازمان ویلي چې دا شمیره د پام وړ زیاتوالی تمه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې د کموالي د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

دغه بنسټ وايي، د روان کال تر پایه د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې په خپله نوې غوښتنه کې د ۲.۴۳ میلیارده ډالرو د تمویل غوښتنه کړې او وايي چې له دې پیسو یوازې ۱۰۸ میلیونه ډالره ورکړل شوي دي.

Back to top button