اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

د روسیې ولسمشر پوتین وايي: د داعش جنګيالي شاوخوا ۸۰ زره تنه دي چې ۳۰ زره تنه يې هغه بهرنيان دي

پوتين د نامتو امريكايي فلم جوړونكي اليور سټون سره په خبرو كې وويل چې اوسمهال په ټوله نړۍ كې د داعش جنګيالي شاوخوا ۸۰ زره تنه دي چې ۳۰ زره تنه يې هغه بهرنيان دي چې د پېسو په مقابل كې جګړه كوي.

سټون د “ پوتين د مركو“ تر نامه لاندې د روسيې د ولسمشر په اړه يو مستند فلم جوړ كړى دى. پوتين په مركه كې وويل چې اوسمهال د داعش په ليكو كې شاوخوا ۸۰ زره جنګيالي په جګړه بوخت دي. ددې له جملې نه ۳۰ زره تنه يې د نړۍ د ۸۰ بېلابېلو هېوادونو هېوادوال دي چې د پېسو په په مقابل كې جنګيږي.

پوتين ددې جنګياليو ترمېنځ د روسيې د هېوادوالو په شتوالي هم ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د داعش پر وړاندې مبارزه روانه ده. د نوموړي په وينا هره ورځ روسي پيلوټان د داعش پر مورچلو باندې د ۷۰ – ۱۲۰ ترمېنځ هوايي بريدونه كوي. دا په داسې حال كې ده چې د امريكا په مشرۍ ايتلافي ځواكونه په ورځ كې  د ۲- ۵ بريدونه ترسره كوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا