افغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

د روسیې دفاع وزیر: افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ سرچینه ده

دید خبرې آژانس: د روسیې د دفاع نوی وزیر اندری بیلوسوف افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ سرچینه بللی او پر دوامدارې څارنې یې ټینګار کړی دی. هغه زیاته کړه چې د ترهگرۍ خطر خپړیدو له افغانستانه څخه بهر ته احساس کیږي.

د تاس د خبر له مخې د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف د ګډو امنیتي تړون د سازمان د دفاع وزیرانو د شورا په غونډه کښې وویل چې د افغانستان حالات له دغه هیواد سره د تاجکستان د پولو د امنیت د ټینګولو او د سیمه ایز ثبات د تامین لپاره د اقداماتو په ترسره کولو ټینګار کوي.

بیلوسوف د قزاقستان په الماتا ښار کې یادونه وکړه: د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده. څو افراطي ډلو هلته (افغانستان) کې ځای پیدا کړی او په ګاونډیو هیوادونو کې یې د خپلو افکارو د ودې لپاره هڅې زیاتې کړي دي.

د هغه په ​​​​وینا، دا ټول “پرله پسې څارنې او چټکو اقداماتو ته اړتیا لري چې هدف یې د سیمه ایز ثبات ډاډمن کول دي”.

د روسیې دفاع وزیر هم د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت د ټینګښت لپاره پر هڅو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا