اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د روسیې او ایران ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک

ډيډ خبري اژانس: ايران او روسيه د هراړخيز ستراتيژيک تړون لاسليک کوي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، له ایران سره د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون د نهايي کېدو په حال کې دی او ډېر ژر به لاسلیک شي.

ده وويل: د سند د متن پر مسودې کار بشپړ شوى او هر څومره ژر چې بشپړ شي، د دواړو هېوادونو ولسمشران به پرېکړه وکړي چې دا سند کله او چېرته لاسليک شي.

د هغه په ​​وينا، دا پېښه به ډېر ژر ترسره شي؛ ځکه چې سند په وروستي پړاو کې دی.

که څه هم د ده په وینا دا لا وختي ده چې په دقیق ډول ووایو چې تړون به کله لاسلیک شي، خو نږدې ده چې تر لاسلیک مخکې مقدماتي غونډو ته اړتیا نه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا مخکې ویلي وو، تمه ده چې د روسیې او ایران ترمنځ نوی تړون د دواړو هېوادونو د مشرانو په راتلونکې غونډه کې لاسلیک شي.

هغه څرګنده کړه چې دغه سند به د روسیې او ایران د اړیکو ټوله برخه تر پوښښ لاندې راولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا