د روسیه استازی: د ښځو په اړه د طا-لبانو تګلاره اسلامي نه ده
دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وايي، چې طا-لبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تګلارې له اسلامي معیارونو سره سمې توجیه کوي، خو په حقیقت کې دا سیاستونه اسلامي نه دي.
ښاغلي نبنزیا د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۱ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راروانې غونډې په پیل کې وویل چې اسلامي هېوادونه هڅه کوي چې طا-لبانو ته څرګنده کړي چې د دوی تګلارې غیر اسلامي دي، خو دوی یې نه اوري.
هغه په ډاګه کړه، چې روسي چارواکو هم څو ځلې له طا-لبانو سره د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي. خو دوی خپل نظر لري.
نیبنزیا د دوحې د دریمې ناستې په اړه هم وویل، ښه ده چې بالاخره طا-لبان د دوحې غونډې ته رابلل شوي؛ ځکه د طا-لبانو په نه شتون او د افغانستان د مدني ټولنې، غیر دولتي بنسټونو او د پخواني حکومت د استازو په رابللو سره د افغانستان ستونزه ناشونې ده.
هغه وويل: “خو دا ستونزمنه ده چې ووايو چې د دوحې د ناستې پايلې به څه وي. هرڅوک د افغانستان خير غواړي، خو د دې کار د څرنګوالي نقشه په هر هېواد کې توپير لري او ستونزه په جزئياتو کې ده.”
نیبنزیا زیاته کړه، چې د روسیې استازي طا-لبان د افغانستان اوسنی واقعیت ګڼي او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له دې ډلې سره تعامل کوي.
نوموړي په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې روسیه به کله د طا-لبانو نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه وباسي او ویې ویل چې په دې اړه یې یوازې اورېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له طا-لبانو سره خبرې اترې اړینې بللې وې.
دغه راز د روسیې ځینو نورو بنسټونو هم له دې مخکې اعلان کړی و چې د روسیې د ترهګرو ډلو له لست څخه د طا-لبانو د نوم د ایستلو وړاندیز یې د دغه هېواد ولسمشر ته کړی دی.