اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د رسنیو له مسوولینو څخه د طا-لبان نوې غوښتني

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو په ځینو ولایتونو کې د خبریالانو د ملاتړو رسنیو او بنسټونو له مسوولینو سره ګډې ناستې وکړې او په دغو ناستو کې یې د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې د طا-لبانو د غوښتنو پر بنسټ خپلې خپرونې چمتو کړي.

د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په غونډه کې د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو وغوښتل شول چې د طا-لبانو لاسته راوړنې خپرې کړي.

بل خوا یو شمېر خبریالان وايي، چې د طا-لبانو دغه پرېکړه د پخوا په پرتله د بیان ازادي لا ډېره محدودوي او خبریالان اړ کوي، چې د طا-لبانو په ګټه خبرونه خپاره کړي.

ویل شوي دي چې طا-لبان هڅه کوي د خبریالانو او رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناستې تر نامه لاندې خبریالان محدود کړي او د دوی د ګټو په موخه راپورونه چمتو کړي.

په دې وروستيو کې په فارياب، بغلان او نورستان ولايتونو کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له خبريالانو او د رسنيو له مسوولينو سره ناستې کړې دي.

په دې ناسته کې دفارياب ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست له خبريالانو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې د طا-لبانو د لاسته راوړونو پر بنسټ چمتو او خپرې کړي.

په فاریاب کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الدین محمدي ويلي:«زه د رسنیو له مسوولینو څخه غواړم چې خپلې خپرونې زموږ د پالیسۍ او د دولتي ادارو لاسته راوړنو ته په پام سره منعکس کړي.»

په هغو ناستو کې چې طا-لبانو له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره پیل کړې، د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور د رئیس سربېره، والي او د طا-لبانو د امنیه قومندانۍ استازي هم برخه اخلي.

په نورستان ولايت کې په همدې مناسبت جوړې شوې ناستې ته د نورستان والي زين العابدين عابد خبريالانو ته وويل چې طا-لبان اوس په يوه ستره رسنيزه جګړه کې دي او رسنۍ بايد مثبت فکرونه خپاره کړي.

د نورستان لپاره د طا-لبانو والي زین العابدین عابد وويل:«د بریا وروسته، اوس موږ په يوه ستره رسنيزه جګړه کې یو. رسنۍ  باید مثبت فکرونه خپاره کړي، ځکه د رسنیو له لارې د خلکو فکرونه ښه کېږي.»

یو شمېر خبریالان وايي، طا-لبان د دا ډول ناستو په جوړولو سره غواړي د دوی د خوښې خلاف د راپورونو د خپرولو مخه ونیسي.

طا-لبانو تر دې دمه په کندهار، تخار، میدان وردګ او بادغیس ولایتونو کې په ملي ټلویزیونونو کې د انځورونو خپرول بند کړي دي.

لکه څنګه چې تازه د نورو ولایتونو پر خلاف، په تخار کې د طا-لبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس پر اېکس ټولنیزه شبکه د ژوندیو موجوداتو د انځور له خپرولو ډډه کړې او له ځوانانو او محصلینو سره یې د ناستې انځور نه دی خپور کړی.

په تخار کې یو شمېر خبریالان وايي، چې د طا-لبانو له بندیزونو وروسته په دغه ولایت کې ملي تلویزیون او ویډیويي رسنۍ د سقوط په درشل کې دي.

د تخار يو تن خبريال وايي: «تر دې مخکې هم طا-لبانو په رسنیو کې د سیاسي خپرونو په ژوندۍ خپرونه بندیز لګولی و او رسنیو ته یې د خپل باور وړ کارپوهانو نوملړ چمتو کړی و.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا