د رایان کوربټ کورنۍ له بنده د هغه د خلاصون لپاره د ټرمپ مرسته غواړي
دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د نیول شوي امریکایي وګړي رایان کوربټ کورنۍ هڅه کوي چې، په فلوریډا کې، د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره وګوري او د هغه د ازادېدو لپاره له ښاغلي ټرمپه مرسته وغواړي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د رایان کوربټ مېرمنې ویلي چې، هغې د وروستي ځل لپاره، د نوي کال په لومړۍ ورځ له کوربټ سره ټلېفوني اړیکه نیولې ده.
د رایان کوربټ مېرمن انا کوربټ ویلي:«ما له ولسمشر بایډنه غوښتنه وکړه چې، له ما سره وګوري؛ خو هغه ونهمنله. هغه له نورو کورنیو سره کتلي، خو تر اوسه یې له ما سره نهدي کتلي. له اوږدې مودې انتظار وروسته، هیله لرم چې، یوه ورځ به له ولسمشر ټرمپ سره وګورم.»
امریکایی وګړی رایان کوربټ، د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اګسټ پر ۱۰مه په کابل کې ونیول شو او له هغه وخته تراوسه د اسلامي امارت په بند کې دی.
انا کوربټ وویل:«هغه په هېڅ جرم تورن شوی نهدی او اوس په ناقانونه توګه په بند کې دی. هغه یو وطن پرسته دی. هغه د امریکا یو وګړی دی، د دې وړ دی په هر هېواد کې چې، غواړي حضور ولري.»
د رایان کوربټ د راخوشي کول لپاره د هغه د کورنۍ هڅې په داسې حال کې دي، چې په وروستیو کلونو کې د امریکا او سرپرست حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې په تړاو راپورونه خپاره شوي دي.
تر دې وړاندې ډانلډ ټرمپ فاکسنیوز ته ویلي و چې، هغه د بندیانو د تبادلې ملاتړ نهکوي، خو دغه موضوع به وڅېړي.
تلګراف هم راپور ورکړی چې، سرپرست حکومت له امریکا سره د بندیانو د تبادلې هوکړې د نوي حکومت د کار تر پیلولو ځنډولې ده.
جورج ګلزمن، رایان کوربټ او محمود حبیبي هغه امریکایي وګړي دي چې، په افغانستان کې بنديان دي. تر دې وړاندې هم امریکایي لوړپوړو چارواکو څو ځله د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
سرپرست حکومت هم پرون وویل چې، تر اوسه له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبرې کومې پایلې ته نهدي رسېدلي.