اسلایدشوافغانستانخبرد بیان ازادي
د راه فردا ټلویزیون د فعالیتونه و ځنډول شوه
دید خبرې آژانس: د «راه فردا» ټلویزیون د خبریالانو او کارکوونکو له پرلپسې شکایتونو وروسته چې ګواکې د یاد ټلويزيون د ادارې له خوا يې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي.

د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون له خوا د ستونزو د حل په موخه څو ځلې د دغه ټلويزيون مسئولين راوغوښتل شول او د کارکوونکو د معاشاتو او امتيازاتو د ستونزو د حل سپارښتنې ورته وشوې.
ویل کیږې تر اوسه د دوی له خوا یادې موضوع ته رسیدګي نده شوې، حتی ځینې وختونه له کارکوونکو سره ګواښوونکی چلند هم شوی دی.
له همدې امله د اسلامی امارت د اطلاعات او کلتور وزارت کمېسیون پرېکړه وکړه چې د جانبينو موضوع د حل په موخه محکمې ته وړاندې کړي او د رسنیزو اصولو او قوانینو له مخې د محکمې تر پرېکړې پورې د «راه فردا» ټلویزیون فعالیتونه وځنډوي.