د دوو شیعه عالمانو وژنه؛ لسګونو مشرانو او مخورو شیعه ګانو د هرات له والي سره وکتل
دید خبری اژانس: په هرات کښې د دوو شیعه عالمانو له وژل کیدا وروسته په لسګونو شیعه مشرانو او مخورو د هرات له والي سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو هڅې روانې دي.
په دې کتنه کې د هرات ولايت مشرانو او ديني عالمانو ټينګار وکړ چې شيعه او سني په ورورولۍ او يووالي کې سره ژوند کوي او له دغه شان پيښو سره به يو ځاى شي.
په همدې حال کې د هرات والي نور احمد اسلامجار هم وايي چې د شیعه ګانو په غم کې ځان شریک ګڼي.
د هرات والي ټینګار وکړ چې امنیت د هر وګړي حق دی او د خلکو لپاره د امنیت برابرول د دولت تر ټولو کوچنی خدمت دی.
ښاغلي اسلامجار دا هم وویل چې د امنیت د تامین لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري اړینه ده.
د يادونې وړ ده، چې تېره پنجشنبه (۲ قوس) د هرات په المهدي جبرائيل سيمه کې دوه شيعه ديني عالمان تر بريد لاندې راغلل او ووژل شول.