اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د دوحه غونډه دویمه ورځ پیل شوه

دید خبرې آژانس: د دوهمې ورځې د اجنډا له مخې، په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دې غونډې کوربه روزمري ډي کارلو به د  غونډې له پيلېدو وروسته وینا وکړي.

د آغلې ډي کارلو له وینا وروسته به د طا-لبانو د ګډون کوونکي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وینا وکړي.

په همدې حال کې په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د نړۍ له هېوادونو د دوحې د غونډې د غندنې غوښتنه کړې ده.

اعتراض کوونکو افغانانو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، «د دوحې د ناستې هر ډول پایلې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه شتون له امله باطلې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ښځو او د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د دوحې د غونډې په اجنډا  کې د بشري حقونو؛ په  ځانګړې توګه د ښځو د حقونه او د هغوی د استازو نشتون له امله  پراخ اعتراضونه کړي او ياده غونډه يې «غندلې» ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا