اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د دوحه دریمه غونډه به نن په ځايي وخت ماښام په شپږ بجې پېل کیږی

دید خبرې آژانس:  ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحه د غونډې لومړۍ ورځ نن (یکشنبه، چنګاښ  ١٠) په ځايي وخت د ماښام په ۶ بجو پیل شي.

ویل کیږي چې د دې غونډې لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي او امنيتي مسٶلينو د پلټنه کوونکي سپي هم ځاى پر ځاى کړي دي.

هغه وايي چې اوس د دې غونډې په ځای کې د هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي په ناستو او شخصي خبرو بوخت دي.

د غونډې په پیل کې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله او د غونډې کوربه روزميري ډی کارلو وینا کوي او بیا به د کوربه هېواد په توګه د قطر استازی وینا کوي. ورسته له دې به د طا-لبانو د ګډون کوونکي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وینا وکړي.

له دې وروسته هر ځانګړی استازی کولای شي د درېيو دقيقو لپاره د موضوع په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلي دي.

دا غونډه د دوحې په «ریتز کارلټن» هوټل کې ترسره کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا