اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د دفاع وزارت سرپرست او د ایران سفیر د همکاريو پر پراختیا ټينګار کړی

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي د سرپرست حکومت له چارواکو سره د لیدنو په دوام دا ځل د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره د اړیکو د پراختیا، د سرحدي همکاریو او په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت وياند وايي، دواړو لورو په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.

د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي وايي: په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوستانه اړیکو پر ټینګیدو، ښه ګاونډيتوب، سوداګرۍ او کډوالو په اړه خبرې وکړې.

بل لور ته په کابل کې د ایران سفارت هم وايي، چې حسن کاظمي قمي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ایران د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي په دې کتنه کې د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ایرانه د افغانستان مسلې ته د لا زیاتې پاملرنې او د افغانانو د ستونزو د هواري په موخه د سیمه ییز نوښت د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفارت د خبرپاڼې یوه برخه کې لیکل شوي: (حامد کرزي په افغانستان کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او د سفارت له سرپرست ښاغلي کاظمي قمي سره په کتنه کې له افغانستان سره د ایران د مرستو د ستاینه ترڅنګ د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ایرانه د افغانستان مسلې ته د لا زیاتې پاملرنې او د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره یې د سیمه ییز نوښت د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.)

دغه ايراني ډيپلوماټ د سې شنبې په ورځ د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې له ايرانه د افغان بنديانو د ليږد د بهير په اړه هم خبرې وکړې او ويلي یې وو چې ايران له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړيکو او همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا