اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د دراني څرګندونو ته د طا-لبانو غبرګون

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د اصف دراني څرګندونو ته د طا-لبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم تېره ورځ غبرګون ښودلی و.

حافظ ضیا احمد د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي:« دراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.»

اصف دراني خبرداری ورکړی و، چې ښايي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.

خو د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال یې په غبرګون کې لیکلي:« افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی ،چې د بهرنیو هیوادونو د پورونو او مرستو پر ځای، د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.»

اصف دراني ویلي، چې د دا/عش ډله په افغانستان کې خپلې سیمې پراخوي او په مسکو، تهران او پاکستان کې د دا/عش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي، چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.

د دا/عش په اړه د دراني څرګندونو ته په غبرګون کې ضیا احمد وايي:« د افغانستان حکومت توانېدلی، چې دا/عش بلوا ګره ډله په بشپړ ډول وځپي؛ که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دغې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.»

همدارنګه نوموړی وايي، ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او کورنۍ حل لارې غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې ښايي په افغانستان کې د داعش د ټولو غړو شمېر شاوخوا د ۱۰۰ او ۲۰۰ کسانو په شاوخوا کې وي.

له دې سره، د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف بیا امنیت شورا ته ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې «د دا/عش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې او دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا