اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه وګړي په سختې خوارځواکۍ اخته دي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې دا مهال په افغانستان کې له ۳ میلیونو ډېر وګړي په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام نن دوشنبه (د سرطان ۱۲مه) اعلان وکړ چې تېره میاشت یې له ۳.۶۷ میلیونو ښځو او ماشومانو سره د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په موخه د ځانګړو غذایي موادو مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور پر بنسټ: د ۲۰۲۳ کال د مې او اکتوبر تر منځ ۱۵.۳ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت خوندیتوب سره مخ دي، چې ۲.۸ میلیونه کسان به په څلورم پړاو کې وي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۳،۲ میلیونه کسان په سختې خوارځواکۍ اخته دي. ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي.

له بلې خوا، ۲۸٫۸ میلیونه خلک – د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه – په ۲۰۲۳ کې څو سکتوري بشري مرستو ته اړتیا لري. د

په عین حال کې، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې دوی به نور د اکتوبر څخه د مرستې لپاره فنډونه ونه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا