اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د خوړو نړیوال پروګرام له ٧٠٠ زره ماشومان سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له ۷۰۰ زره نجونو او هلکانو سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دې پروګرام پر اېکس د بډایه کلچو بسته بندي کولو څرنګوالي د ویډیو په خپرولو سره ويلي  چې دا هلکان او نجونې هره ورځ له دې کلچو ګټه پورته کوي.

ياد پروګرام وايي د خوراکي توکو مرسته د ښوونځي له هلکانو او نجونو سره مرسته کوي چې فعال پاتې شي او ښه زده کړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې سازمان تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک هره ورځ په تشه معده ويده کېږي.

د خوړو نړيوال پروګرام د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو څخه زیات خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه له کومه ځايه ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طا-لبانو د بيا واکمنۍ راهيسې دغه هېواد له ژور بشري او اقتصادي ناورين سره مخ شوی دی.

بل خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي پر طا-لبانو نیوکه کوي چې دوى  ته يې د کار زمینه نه ده برابره کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا