اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د خوست والي: هېڅوک مه پرېږدئ، چې خاوره مو تر واک لاندې راولي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو والي د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د لیدنې پر مهال پاکستان ته په اشارې خپلو جنګیالیو ته ویلي، «هېڅوک مه پرېږدئ، چې یوه لوېشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي.»

د طا-لبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۹مه) ویلي، چې په خوست کې د طا-لبانو والي عبدالقیوم روحاني د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د لیدنې پرمهال خپلو جنګیالیو ته ویلي،« هېڅوک مه پرېږدئ، چې یوه لوېشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي؛ بلکې کلک مخنیوی یې وکړئ.»

د طا-لبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې « نوموړي په داسې حال کې دغې ولسوالۍ ته سفر کړی، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر افغان خاوره د تېري هڅه کړې وه.»

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طا-لبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو پر سر پیل شوې ده.

دواړو لوریو ترمنځ جګړه د روانې سپټمبر میاشتې د څلورمې نیټې څخه په وقفه‌یي ډول دوام لري.

ویل کېږي، چې دواړه لوري په جګړه کې د درنو او سپکو وسلو څخه کار اخلي.

په ځینو راپورونو کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعاوې هم شوې دي.

د طا-لبانو د کډوالو وزارت له لوري په تازه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خوست له ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د جګړې له ډاره ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

طا-لبانو تر اوسه په رسمي توګه د یادې جګړي له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا