اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د خلیل حقاني له ترور وروسته طا-لبانو په کندهار کې امنيتي تدابير سخت کړي

دید خبرې آژانس: له کندهار ولایت څخه سرچينو ویلي چې د خلیل حقاني له ترور وروسته طا-لبانو په دغه ولایت کې تلاشۍ او ګزمې زياتې کړې دي.

په کندهار کې د طا-لبانو والي ملا شيرين هم په امنيتي غونډه کې د امنيتي ادارو پر همغږۍ او امنيت نیولو ټينګار کړی.

سرچينو ویلي، چې د طا-لبانو امنيتي ادارو د عمومي تلاشيو ترڅنګ په لارو، کوڅو او عومي جادو کې تلاشۍ او ګزمې زياتې کړې دي.

د سرچينو په وینا، طا-لبان د شهیدانو څلور لارې او منډیګک ماڼۍ ترمنځ پر سړکونو په څو مترۍ کې د تلاشۍ په موخه ولاړ وي او له شکمنو خلکو د تذکرو، ځای او دندو پوښتنې کوي.

په منډيګک ماڼۍ کې ډېری د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده له وزيرانو او نورو طا-لب چارواکو سره ليدنې او ناستې پاستې کوي.

سرچینې زياتوي، چې په کابل کې د کډوالو چارو پر وزير خلیل حقاني تر ځانمرګي بريد وروسته په دغه ښار کې امنيتي تدابير زيات شوي دي.

په کندهار کې د طا-لبانو والي ملاشيرين د پنجشنبې په ورځ په امنيتي مجلس کې هم د امنیتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د امنیتي ادارو د امنیت پر ساتلو ټينګار کړی.

د کندهار د طا-لبانو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي، چې «ملاشيرين په دې ناسته کې د لا ښه امنیت خوندي کېدو، د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د بشپړې همکارۍ او همغږۍ راوستلو، هیوادوالو ته د ښې امنیتي فضا رامنځته کولو اړوند هر اړخیز بحث او خبرې وکړې».

د طا-لبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د چار شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د دغه بريد مسوولیت دا/عش ډلې په غاړه اخستی.

د خلیل حقاني تر وژلو وروسته طا-لبانو د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د امنیت نیولو ته پاملرنه زياته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا