اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د خبریالانو کمېټه: پاتې فعالې رسنۍ په افغانستان کې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي

دید خبرې آژانس: د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه پر افغانستان د طا-لبانو د درې کلنې واکمنۍ په مناسبت وایي، چې په افغانستان کې پاتې رسنۍ د طالبانو له خوا د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

یاده کمېټه پر طا-لبانو غږ کوي: «په بې سارې توګه د افغانستان د رسنیو تخریب او په وحشیانه ډول د خبریالانو ځپل ودوروئ.»

د یادې کمېټې مسوولان وایي؛ سره له دې چې اوسمهال په افغانستان کې د رسنیو شمېر کم شوی، دا پاتې فعالې رسنۍ هم د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې طا-لبانو په تېر یوه کال کې د بهرنیانو په ګډون ۱۶ خبریالان نیولي، د څلورو راډیوګانو او ټلویزیونونو فعالیتونه ځنډولي، یوه رسنۍ یې بنده کړې او د ۱۴ رسنیو جوازونو یې تعلیق کړي دي.

د دغې کمېټې د بیانیې له مخې؛ په یاده موده کې یو خبریال هم د طا-لبانو له خوا سخت وهل ټکول شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیایي پروګرامونو همغږې کوونکې بې‌لي‌یه وایي: «په بې سارې توګه د طا-لبانو بې عدالتي د هغوی د حکومت نښه ده او په وحشیانه توګه د خبریالانو ځپل د پاتې رسنیو د بندېدو ګواښ هم زیات کړی دی.»

نوموړې له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د کډوالو په توګه د خبریالانو د منل کېدو پروسه اسانه او چټکه کړي.

دغې کمېټې د طا-لبانو ټولو محدودیتونو ته په اشارې سره د ښځو د کار په اړه لیکلي، چې له خبریالانو سره د طا-لبانو ناوړه چلند ددې لامل شوی، چې د رسنیو سلګونه کارکوونکي د سیمې هېوادونه ته کډوالۍ ته اړ شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه دغه راز وایي، چې د طا-لبانو استخبارات او امربالمعروف وزارت روان کال د رسنیو د خبرونو په سر کې وو.

د یادولو ده، چې تر دې وړاندې د بې پولې خبریالان او د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طا-لبانو تر واک لاندې د رسنوالو پر ناوړه وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا