اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: طا-لبان دې د رسنیو او خبریالانو تهدید ودروي

دید خبري آژانس: د خبریالانو نړیوال فدراسیون په ننګرهار کې د یوه خبریال نیول کیدل په کلکه غندلي او د رسنیو د تهدید د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

دغې نړیوالې ادارې په یوه خبرپاڼه کې په ننګرهار کې د طا-لبانو له خوا د یوې راډیو د کوربه نیول کېدل غندلي او د ټولو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د «صفا» راډیو کوربه عرفان الله بیدار د جولای په ۱۲مه د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو او له نږدې دیارلس ورځني توقیف وروسته د جولای په ۲۴مه خوشې شو.

د دغه فدراسیون په وینا، د بیدار تښتونکي د طا-لبانو د استخباراتو غړي وو.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون ويلي دي چې د طا-لبانو له جګړې وروسته خبريالان د طا-لبانو د استخباراتي کړيو له خوا په نيولو، ځورونو او ډارولو کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د خبريالانو د مرکز د شمېرو له مخې دا مهال څه باندې درې خبريالان په بند کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا