اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د حیرتان ـ مزار د ریل لارې د بیارغونې تړون د ازبکستان سره لاسلیک شو

دید خبرې آژانس: د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت له ازبکستان سره د حیرتان – مزارشریف د ریل پټلۍ د بیارغونې او تعمیر د تړون د لاسلیکیدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: د حيرتان – مزار شريف د اورګاډي پټلۍ د ترميم او بيارغونې تړون د ازبکستان د ریل پټلۍ د اجرائيه رياست له مشر سره لاسليک شو.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د افغانستان د فوايد عامې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال بخت الرحمن شرافت او د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ رييس د حيرتان – مزارشريف د اورګاډي د پټلۍ د لیدنې او نظرونو تبادلې وروسته د دې ریل لارې د سټیشنونو د ترميمولو پروژه لاسليک کړه.

د دغه قرارداد موده شپږ میاشتې ده او د هغې له مخې به د اورګاډي پټلۍ اړوند کارونه یوه برخه ترسره شي.

د دغه قرارداد له مخې به ډېر ژر د “نایب اباد” سټیشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د نايب اباد سټېشن له بيارغونې وروسته به مزار شريف ته د مالونو لېږد پيل شي.

ډېری افغان او ازبک سوداګر کولی شي چې د اورګاډي پټلۍ له لارې خپل مالونه په د حیرتان-مزارشریف ریل پټلۍ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو انتقال ډیر اسانه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا