اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د حقاني په ترور د القا/عدې دوو څانګو خواشیني څرګنده کړې

دید خبرې آژانس: د القا/عدې دوو ډلو جماعت القضات الجهاد او د عرب ټاپوزمې غړو په جلا – جلا پېغامونو کې د طا-لبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وژنه غندلې او په دا/عش ډلې یې د نیوکې ترڅنګ ویلي، دغه ډله د اسراییلو سره د جګړې په ځای په افغانستان کې له طا-لبانو سره په جګړه بوخته ده.

خلیل الرحمان حقاني چې د حقاني شبکې یو له مهمو مشرانو څخه و، تېره اوونۍ په کابل کې د مهاجرینو په وزارت کې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا ووژل شو.

د حقاني د وژنې مسووليت د دا/عش خراسان څانګې پر غاړه اخيستی.

د سې شنبه په ورځ په پښتو ژبه په یوه پیغام کې جماعت القضات الجهاد خلیل الرحمان حقاني “لوی مجاهد” بللی دی او دغې ډلې په خپله اعلامیه کې د طا-لبانو د مشر حقاني پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

په عرب ټاپووزمه کې د القا/عدې بلې څانګې بیا په جلا بیان کې خلیل الرحمان حقاني “د جهاد یو له ثابتو غرونو” څخه بللی او ویلي یې دي: “هغه د یوې اصلي جهادي کورنۍ څخه و، چې د دوی ملګری و. شېخ جلال الدین حقاني د جهاد په لاره روان وو او نن یې ژوند په خیر پای ته ورسېد او د اشغالګرو پر وړاندې له لسیزو جهاد او استقامت وروسته په شهادت ورسېد».

په عربي ټاپووزمه کې د القا/عدې سازمان د القا/عدې یوه څانګه ده، چې په ځانګړي ډول په یمن او سعودي عربستان کې فعالیت کوي.

دغه سازمان ویلي: “د داعش پر وړاندې شرعي دنده د هغوی وژل او له منځه وړل دي، ځکه دا یو لوی شر او لوی ناورین دی.”

په خبرپاڼه کې د حقاني له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده شوې ده.

یاده دې وي، چې د القا/عدې مشر ایمن الظواهري په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د طا-لبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په مېلمستون کې ووژل شو او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د حقاني شبکه له القا/عدې سره نږدې اړیکې لري.

همدا ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، طا-لبانو له القا/عدې سره خپل اتحاد او همکارۍ ته دوام ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، القا/عده په افغانستان کې خپلې اته اډې بېرته فعالې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا