اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د حج مراسمو پر مهال سلګونه حاجیان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

دید خبرې آژانس: یو شمېر بهرنیو رسنیو او  بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، سږ کال د حج مراسمو پر مهال د په مکې کې د سختې ګرمۍ له امله سلګونه حاجیان مړه دي.

د تودخې د لوړې درجې له امله د سلګونو حاجیانو د مړینې راپورونه داسې مهال خپریږي، چې میلیونونه کسان په سختې ګرمۍ کې د حج مراسمو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د ډیپلوماټانو له قوله ویلي، د سختې ګرمۍ له امله ۵۵۰ حاجیان مړه دي چې ۳۲۳ پکې مصریان دي او دا هغه کسان وو چې د ګرمې هوا اړوند ناروغیو سره مخ وو.

د حج مراسم چې دې تېر جمعې پر ورځ پيل شوي، د پښو لاندې کېدو، د خیمو د اور اخیستو او ګڼو نورو تاریخي پېښو شاهد وو چې له امله یې دومره حاجیان مړه شوي چې په تېرو درېیو لسیزو کې یې ساری نه و.

د سعودي رسنیو د راپورونو لمخې سږ کال په مکه کې د حرم شریف او اړوندو سیمو د تودوخې درجه تر ۵۱ اعشاریه ۸ سانتي ګریټ لوړه شوې ده.

د سفر او درملو د ژورنال له لوري د ۲۰۲۴ کال څېړنې خبرداری ورکړی چې د نړۍ په کچه د تودوخې درجه داسې مهال مخ په زیاتیدو ده چې ممکن ژر تر ژره د حج پر مهال د تودوخې د لوړې درجې د را کمولو لپاره اوسني ستراتیژیو ته مخه کړي.

یو شمېر هېوادونو د خپلو وګړو د مرګ ژوبلې راپور هم خپور کړی دی:

– تونس د سختې ګرمۍ له امله د خپلو  ۳۵ حاجیانو مړینه تایید کړې.

– د اردن د بهرنیو چارو وزارت د ۴۱ تنو د تدفین جوازونه صادر کړل، چې لږترلږه د تودوخې له امله د مړینې شپږ تایید شوي.

– د ایران دولتي رسنیو د حاجیانو په منځ کې د ۱۱ د مړینې او ۲۴ نورو په روغتون کې د بستر کیدو راپور ورکړی.

– سینیګال د دریو وګړو د مړینې خبر ورکړ.

– اندونیزیا  ۱۴۴ تلفات تایید کړل، که څه هم لاملونه یې ندي مشخص شوي.

له ګواښه د ډکو شرایطو سربېره، د سعودي روغتیایی چارواکي د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې د حاجیانو په منځ کې د تلفاتو غیر معمولي زیاتوالی نه دی راغلی.

خو عربستان روغتیایي وزارت راپور ورکړی چې د تودوخې پورې اړوند ناروغیو لپاره د ۲۷۰۰څخه زیاتو کسانو درملنه شوې

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا