اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د جوزجان ګازو د ایستنې تړون له ازبېکستاني شرکت سره لاسلیک شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبېکستاني شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت د ګازو د اکتشاف او استخراج هوکړه لاسلیک  شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې مراسمو کې وویل، دغه هوکړه د لسو کلو لپاره د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره شوې او په دوو لومړیو کلونو کې به له استخراج کېدونکو ګازو ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا هم تولید شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، هدایت الله بدري وايي: سربېره پر دې په لومړي کال د دغه شرکت د قرارداد پر بنسټ، سل میګاواټه برېښنا د ګاز په واسطه جوړیږي، چې د برېښنا کچې په زیاتوالي کې یو مثبت ګام دی.

ښاغلی بدري دغه راز وایي چې د طوطي میدان د ګازو زیرمې شاوخوا ۷ زره کیلو متره مربع اوږدوالی لري چې له را اېستلو سره به یې تر یو حده د هېواد د ګازو اړتیا پوره شي.

هغه و ویل: د دې قرارداد له لاسلیک سره به یوازې دا نه چې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي، د ګازو په برخه کې به هم زموږ ډېره برخه ستونزې حل شي.

بل لور ته د افغانستان لپاره د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړی استازی وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیاتې شوي او په افغانستان کې به په دې پانګونې سره زرګونه کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د افغانستان لپاره د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړی استازی، عصمت الله ارګاشف، وايي: د افغانستان اقتصادي اړتیاوې په عمل کې پوره کړو.

څو وکړای شو میلیونونو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړو. زموږ موخه دا ده، زموږ موخه د افغانستان اقتصادي رغونه ده. زموږ موخه د افغانانو د ژوند وده ده.

تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو چې په تیرو دریو کلونو کې د څه باندې ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د لویو کانونو تړونونه لاسلیک شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا