اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لاره ټرافیکي پېښه/ د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي

دید خبرې آژانس: تېره ورځ ناوخته د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اته غړي مړه شوي.

دغه پېښه د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند سیمه کې، د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه (چنګاښ ۱۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي تېره ورځ ناوخته د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله هغه مهال د یوې کورنۍ اته غړي مړه شول چې د تېلو یو ټانکر موټر د سورلۍ له یوه ګاډي سره ټکر وکړ.

په خبر کې راغلي، چې په دغې پېښه کې د څلورو ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون اته تنه د یوې کورنۍ غړي مړه شوي.

د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مسوولانو له قوله د دغه خبر پخلی کړی او وايي چې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د ګاډو د ګړندي تګ او د قانوني ټکو په پام کې نه نیولو له امله پر لویو لارو د موټرو د ټکر په پېښو کې ډیری وخت ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي او د طا-لبانو حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا