روستي خبرونهسیمهنړۍ
د جنسي اړیکو د ردولو په خاطر داعش ۱۹ ایزدی نجونې ژوندي په اور سوځولي
د راپورنو له مخې، په عراق کې لږ تر لږه ۱۹ تنه ایزدي نجونې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له خوا ژوندي په اور سوځول شوي دي.
په عراق کې د رسنیو یو تن فعال عبدالله المالله یوه کردي خبري اژانس ته ویلي، چې داعش وسله والو دغو نجونو ته وروسته له هغه ژوندي په اور وسوځول کله چې دوی د یاد ډلې وسله والو له خوا د جنسي اړیکو غوښتنې ردکړل.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد ډلې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په سوریې او عراق کې په بشپړه توګه د ایزدۍ لږکۍ د منځه وړلو په هڅه کې دي.
سربېره په دې داعش وسله وال په دواړو هېوادونو کې یو شمېر برخو له نیولو وروسته زرګونه ایزدي نجونې او ښخې نیولي دي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو کې ځینې دا ایزدي نجونې د یاد ډلې له منګولو په تېښته هم بریالۍ شوې دي خو بیا هم درې نیم زره نجونې د داعشیانو په بند کې دي.