اسلایدشوافغانستانسیاستمهم مطالبګزارش

د جنرالانو ټولنه: امریکا باید افغانستان غرامت ورکړي

دید خبرې آژانس: د هېواد د مخکینیو امنیتي ځواکونو، جنرالانو، افسرانو او سرتېرو ټولنې رییس له امریکا غواړي، چې په افغانستان کې د دوه مېلیون تنو د وژل کېدو او د هېواد د کلیو او بانډو د ویجاړیو په پار غرامت ورکړي.

شعور ګل پښتون په کابل کې په یوه ناسته کې، د ازبیکستان له لوري امریکا ته د اوو بلک‌هاک چورلکو د سپارلو پر پرېکړه نیوکه وکړه او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل، چې د ښه ګاونډیتوب او نړۍوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره، په دې موضوع کې مسوولانه چلند وکړي.

شعور ګل پښتون په دې اړه وویل:«هغوی په بدل کې زموږ مېلیونونه وسلې له‌منځه یووړې، دوه مېلیونه انسانان او زموږ کلي تباه کړل. هغوی باید موږ ته تاوان راکړي.»

د مخکنیو امنیتي ځواکونو د جنرالانو، افسرانو او سرتېرو د ټولنې مشر له ملګرو ملتونو هم غوښتنه کوي، چې د افغانستان د خلکو له حقونو دفاع وکړي.

د دغې ټولنې رییس زیاته کړه:«نړۍواله ټولنه، چې د بشر حقونو او نړۍوالو قوانینو دفاع کوي، زه ورته وړاندیز کوم، چې د افغانستان د خلکو له حقونو هم باید دفاع وشي.»

 له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر پخواني نظامیان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبیکستان او تاجیکستانه غواړي، ټولې هغه الوتکې چې د اشرف غني د حکومت له پرځېدو وروسته یې په دغو هېوادونو کې ناسته کړې، بېرته افغانستان ته وسپاري.

د دفاع وزارت پخوانی مرستیال افضل امان ويلي:«دا تجهیزات د ملت ملکیت دي، د خلکو مال دی، او دا د جمهوري نظام پر مهال د ملي اردو او امنیتي بنسټونو د جوړولو لپاره په تشکیل کې شامل شوي وو.»

 پخوانی نظامي کامران امان هم څرګندوي:«د افغانستان پنځوس کلنې جګړې موږ ته ډېر درسونه راکړل، او موږ باید یو له بل سره متحد شو.»

دغې ټولنې په یوه پرېکړه‌لیک کې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان حریم نقض نه‌کړي او د پخوانیو نظامیانو پر بېرته راستنېدو یې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې په تېره لمریزه میاشت کې ازبیکستان  له ۴۶ هغو الوتکو او پوځي چورلګو، چې دغه هېواد ته لېږدول شوې وې، اووه بلک هاک چورلکې امریکا ته وسپارلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا