اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د جرمني سوسیال دیموکرات ګوند په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: نیلز شمیډ د جرمني صدراعظم د سوسیال دیموکرات ګوند ویاند په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د بیا پرانستلو او افغانستان ته د جرمني ډیپلوماټانو د استولو غوښتنه وکړه.

شمیډ ویلي، چې د اوږدمهاله بندیزونو لګول به له هیچا سره مرسته ونه کړي او نه به پر افغانستان د طا-لبانو واکمني پای ته ورسوي.

ښاغلي شمید د شپیګل ورځپاڼې ته په یوه ځانګړې مطلب کې لیکلي: «موږ باید له ځانه وپوښتو چې په راتلونکې کې له دغه هېواد [افغانستان] سره څه ډول چلند وکړو.»

نیلز شمید د طا-لبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په اړه د جرمني د تګلارې پر بیا کتنې او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پر بیا پرانېستلو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: « دا د طا-لبانو د رسمیت پیژندلو په مانا نه ده.»

هغه څرګنده کړه: «له طا-لبانو څخه دا تمه نه شي کیدای چې په نږدې راتلونکي کې به واک پریږدي.»

خو نوموړي د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو او پراختيايي مرستو څخه انکار په دغه هېواد کې د «بدمرغۍ» د زياتېدو لامل وباله.

شميد په منځنۍ اسيا کې د اوبو مديريت او د افغانستان د کلتوري ميراثونو ساتنه د جرمني او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د بالقوه برخو په توګه ياده کړه.

هغه ټینګار وکړ: «یوازې په دې توګه موږ کولی شو د افغانستان د وضعیت دقیق انځور ولرو او دا به په سیمه کې د جرمني د ماناداره او هدفمند ښکیلتیا اساس وي.”

د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند ویاند په وینا، «په [طا-لبانو] اوږد مهاله بندیز د هېچا په ګټه نه دی او د طا-لبانو واکمني پای ته نه رسوي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا