اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب
د تېر حکومت ۲،۷ میلیارده افغانۍ پورونه بهرنیو بنسټونو ته ورکړل شول
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وزارت د تېر حکومت ۲،۷ میلیارده افغانۍ پورونه بهرنیو بنسټونو ته ورکړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو تادياتو کې ۹۱۰ میلیونه افغانۍ نړیوال بانک او ۱،۹ میلیارده افغانۍ د اسیا پراختیايي بانک ته ورکړل شوې پيسې شاملې دي.
په دې خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي او تر اوسه نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک هم په دې اړه څه نه دي ویلي.