اسلایدشوافغانستانسپورت

د تکواندو پخوانی افغان غړد نیپال لوبډلې روزونکي ټاکل شوی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د تکواندو فدراسیون پرون اعلان وکړ چې د تکواندو د ملي لوبډلې پخوانی غړی سید حسن رضايي د نیپال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

رضايي د هېواد یو له بریالیو ورزشکارانو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې په نړیوالو اتلولیو او نورو سیالیو کې ملي او نړیوال مډالونه ګټلي او د افغانستان په ورزشي بریاوو کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د تکواندو د المپیک مډال ګټونکی روح‌الله نیکپا د نیوزیلنډ د تکواندو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button