Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره نوې هڅې

دید خبرې آژانس: د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره د تېرې ورځې (یکشنبې، د کب ۱۹مه) د مذاکراتو له بې‌پایلې پاتې کېدو وروسته، د نویو خبرو اترو د پیل لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال یونس مهمند ویلي، چې د پاکستان له استازو سره په وروستیو غونډو کې هېڅ هوکړه نه‌ده ترلاسه شوې، اوس د نویو خبرو اترو د پيل او افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ خونې د استازو د بلنې لپاره هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا، دا ځل هڅه کېږي، چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي افغانستان ته سفر وکړي او په دې هکله خبرې اترې دوام پیدا کړي.

یونس مهمند په دې هکله ویلي:«پر دې به بله غونډه، ان‌شاالله که امکان و، دوی به افغانستان ته راځي او په سرحد کې به بل مجلس کېږي، موږ خپل دوه یا درې ورځنی راپور دلته له ولایتي چارواکو سره شریکوو، له جناب والي صاحب سره به یې شریک کړو او اجازه به یې واخلو.»

نوموړی زیاتوي چې د تورخم لارې تړل کېدل د دواړو غاړو سوداګرو ته هره ورځ څه باندې درې مېلیون ډالره زیان اړوي.

تر هغې وروسته، چې د اسلامي امارت ځواکونه د ډېورنډ فرضې کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو، پاکستان د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړله او د دواړو لورو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button