Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

د ترکیې پولیسو د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون ۶۰ کډوال نیولي دي

دید خبرې آژانس: د ترکیې ساحلي ګارد د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کډوال نیولي دي. نیول شوي کسان د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکز ته لیږدول شوي دي. په یوه بله پېښه کې اوه افغان وګړي د «انساني قاچاق» په تور نیول شوي دي.

ترکي رسنیو د شنبې په ورځ د دغه هیواد د ساحلي ګارد په حواله راپور ورکړ چې د دغو کډوالو د لیږدیدونکي کښتۍ د اینجن د خرابۍ خبر له ترلاسه کولو وروسته یې هغوی «ژغورلي» دي.

د ترکیې پولیسو اوه تنه افغان وګړي د هغو کډوالو د ساتلو په تور نیولي دي چې دغه هیواد ته په «ناقانونه» ډول ننوتلي وو.

ترکیې د ایران او پاکستان په څېر په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د پېژندنې او شړلو بهیر ګړندی کړی، او په وروستیو میاشتو کې یې سلګونو افغان کډوال نیولي او شړلي دي.

پر دې سربیره د ترکیې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو په هکله د تاوتریخوالي ډیر راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ترکیه دا مهال د شاوخوا ۲۰ زرو کسانو د ځایولو ۳۲ د بیرته ستنیدونکو مرکزونه لري، چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکا په وینا «د ایستلو په برخه کې زموږ ترټولو لوی زیربنا ځواک دی.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button