ډید خبري اژانس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د امریکا له زیاتېدونکي فشار سره سره به یې هېواد له حماس سره اړیکې پرې نکړي.
د آناتولي د راپور په اساس، د تركيې ولسمشر څرګنده كړه چې واشنګټن ډېر ښه پوهيږي چې تركيه حماس تروريستي سازمان نه اعلانوي او ويې ويل: «زه هيڅكله حماس ترهګره ډله نه شم ګڼلاى. دا مهمه نه ده چې نور څه وايي».
هغه په فلسطین کښې حماس ته د حقیقت په توګه خطاب کولو سره زیاته کړه: حماس هلته یو سیاسی ګوند دی او په انتخاباتو کښې د یوه سیاسی ګوند په توګه داخل شو او بریالی شو. موږ په انقره کې خپله بهرنۍ تګلاره یوازې د ترکیې د ګټو او د خپلو خلکو د هیلو پر بنسټ ټاکو.
رجب طیب اردوغان هم د حماس او اسرائیل رژیم د جګړې پر مهال د ترکیې بهرنۍ تګلاره «متوازن او همغږي» وبلله.
تر دې مخکې تېره اوونۍ ترکیې ته د سفر پر مهال د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ د تمویل یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد چارواکو ته له حماس سره د انقرې د تېرو اړیکو په اړه د واشنګټن ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر براین نیکلسن ویلي، واشنګټن اته اوونۍ وړاندې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د ترکیې له لارې حماس ته د استول شویو پیسو په اړه هیڅ معلومات نه لري.
رجب طیب اردوغان د اسرائیلي رژیم او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په اسلامي نړۍ کې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د پوځي تاکتیکونو له سختو منتقدینو څخه دی. د اعتراض په توګه، هغه په تل ابیب کې د انقرې سفیر احضار کړ او غوښتنه یې وکړه چې د اسراییلي رژیم قوماندانان او سیاسي مشران دې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې کې د «جنګي جرمونو» په تور محاکمه شي.
په ترکیه کې د اردوغان د دوه لسیزو واکمنۍ پرمهال، د حماس سیاسي مشرانو استانبول د خپلو بهرنیو اډو په توګه کارولی دی.
رجب طیب اردوغان اوس نتانیاهو ته د «غزې د قصاب» په توګه اشاره کړې او په هاګ کې یې د اسرائیلي رژیم د مشر د محاکمې د احتمال په اړه خبرې کړې دي.
هغه د شنبې په ورځ وویل: «زموږ تمه دا ده چې د نسل وژنې دا عاملین او د غزې قصابان چې لاسونه یې په وینو رنګ شوي، په ځانګړې توګه نتانیاهو ته به عادلانه سزا ورکړل شي».