د ترکیې ولسمشر د فلسطین په ملاتړ ټینګار وکړ
دید خبری آژانس: د ترکیې ولسمشر ویلي دي چې هیواد یې په سختو شرایطو کې د فلسطین د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ (د اپریل ۹/ د حمل۲۱) د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې ترکیې تر اوسه غزې ته څه دپاسه ۴۵ زره ټنه مرسته استولې ده.
د هغه په وينا، له دې څخه څرګندېږي چې انقره به په ډېرو سختو حالاتو کې د فلسطينيانو ترڅنګ ودرېږي.
هغه وویل: «موږ به د یو خپلواک فلسطیني دولت تر جوړیدو پورې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو چې ختیځ بیت المقدس یې د پلازمینې په توګه او د ۱۹۶۷ په سرحدونو کې دننه وي».
ترکيه پر غزې د اسرائيلي رژيم په بريدونو سخته نيوکه کوي.
څه موده وړاندې اردوغان د ترکيې په پارلمان کې د ګډون پر مهال حماس د «آزادۍ غوښتونکی سازمان» بللی و.
په ورته وخت کې د ترکیې د سوداګرۍ وزارت هم په غزه کې د اوربند تر اعلان پورې اسراییلو ته د فولادو او سمنټو په ګډون د ۵۶ محصولاتو صادرات محدود کړل.