د ترکیې سفیر د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ
دید خبرې آژانس: د ا.ا د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، په کابل کې د ترکیې له سفیر جِنک اونال سره کتلي دي.
په دې کتنه کې، افغانستان کې د ترکیې له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو د پراختیا، د افغان روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړونې، له خصوصي روغتیایي سکتور سره د باکیفیته درملو واردولو د څرنګوالي، بېړنیو ناروغانو ته د وېزو د ورکړې، د مور او ماشوم روغتیا ته د پاملرنې، په روغتیایي برخه کې پخوانیو هوکړه لیکونو ته د بیا کتنې او په دې برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، له ترکیې سره د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې د یاد هېواد له لوري د شویو مرستو او همکاریو مننه او لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د ترکیې سفیر د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.