اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د ترکیې سرکونسل: افغانستان سره مو اړیکې د پراختیا په حال کې دي

دید خبرې آژانس: مزارشریف کې د ترکیې سرکونسل چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د افغان ترک ښوونځیو د ۸۶ زده کوونکو فراغت مراسمو کې یې ګډون کړی وايي، له افغانستان سره د ترکیې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

د هغه په خبره د ترکیې حکومت او خلک به هیڅکله د افغانستان خلک هېر نکړي.

بل پلو اسیا کې د ترکیې پوهنې بنسټ مسوولین له افغانستان سره د ترکیې حکومت او خلکو د همکارۍ له دوامه ډاډ ورکوي او وايي، په نږدې راتلونکي کې به خپل ښوونیز فعالیتونه په هلمند ولایت کې هم پیل کړي.

مزارشریف کې د ترکیې سرکونسل، قاسم کبان وايي: (( د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې سیاسي  او فرهنګي نه بلکې د ورورولۍ اړیکې دي چې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.))

په اسیا کې د ترکیې پوهنې بنسټ د ښوونځیو مسوول، صالح ساغر هم وايي: (( موږ  په هرات، کندهار، میدان وردګ، ننګرهار، مزارشریف، شبرغان او په اقچې ولسوالۍ کې فعالیت لرو او دامهال پلان لرو چې هلمند کې هم خپل ښوونیز فعالیتونه پیل کړو.))

شبرغان کې د افغان ترک هلکانو ښوونځي مدیر، امره ګوز بوز هم و ویل: (( زموږ فارغانو د ښوونیزې دورې بشپړولو سره یو بلې دورې ته ګام کېښود چې اوږد تحصیلي پړاو پیل کړي.))

ورته مهال سیمه‌ییزو مسوولينو ددې مراسمو پرمهال د افغانستان خلکو لپاره د ترکیې فعالیتونه وستایل او دغه راز یې عصري او دینې زده کړې د هېواد پرمختګ لپاره مهمې وبللې.

د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو رییس، نصرت الله منصوري په دغه غونډه کې وايي: «زموږ ګران هېواد ترکیه په افغانستان کې او په ټوله نړۍ کې د اسلامي علومو، شرعي علومو او عصري علومو د پراختیا لپاره هڅې کوي، چې زموږ مادي او معنوي پانګه ګڼل کېږي، او دا د مننې وړ دی.»

د جوزجان د پوهنې ریاست مرستیال، عبدالاحد رحیمي و ویل: «لوستل، لیکل، علم زده کول، له زده کړو فارغېدل، د عصري علومو او دیني او شرعي علومو زده کړه هغه قولي لنډیز دی چې د اسلام ستر رسول پرې تل ټینګار کړی دی.»

شبرغان ښار کې د افغان ترک له ښوونځي ځینې فارغ زده کوونکي له اسلامي امارت او ترکیې څخه د تحصیلي بورسونو ترڅنګ د لېسانس او ماسټرۍ کچې پورې د زده کړو فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

فارغ شوی، فردین حسیني وايي: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې یوازې د زده کړو لار پرانیزي او موږ ته د زده کړو د دوام او پرمختګ زمینه برابره کړي، څو یوه ورځ وکولای شو خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شو.»

فارغ شوی، محمد شعیب فروغ هم وايي: «موږ د ۱۲ کلونو زده کړې پایته رسولې دي او غواړو چې په بهرنیو بورسونو او پوهنتونونو کې په مختلفو برخو کې زموږ لپاره زمینه برابره شي.»

د ترکیې د پوهنې بنسټ د معلوماتو پربنسټ دا مهال دغه بنسټ د افغانستان په ګډون ۵۵ هېوادونو کې ۴۶۰ ښوونځي او پوهنتونونه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا