اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ترکیې او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ډید خبري اژانس: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر قزاقستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له خپل سیال سره د افغانستان او سیمې د مسایلو په اړه سلامشورې وکړې.

د ترکیې د جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د دوشنبې په ورځ (د سنبلی ۲۰مه) په یوه رسمي سفر قزاقستان ته ورسېد.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتیلو خپل ترکي سیال ته ښه راغلاست ووایه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل قزاقستاني سیال سره له خبرو وروسته وویل: زموږ اړیکې ټینګې دي او لا به پراختیا ومومي.

هغه زیاته کړه: موږ د ټرانس کسپین دهلیز، سوداګرۍ، دفاعي مسایلو، ترانسپورت او د ترک نړۍ په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په اړه هم خبرې شوي، خو تر اوسه د دې ناستې نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا