اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د ترکيې راتلونکې غونډه؛ دا د سیمې او نړۍ ستونزو ته پام کوي

دید خبری آژانس: د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب په دیپلوماتیکه غونډه کې له سلو هیوادونو څخه څه دپاسه څلور زره کسان ګډون کوی. دغه هېواد د ډیپلوماټیک فورم درېیمې غونډې ته چمتووالی نیسي چې پکې به پر سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو خبرې کېږي.

دا غونډه به د مارچ په لومړۍ او درېیمه د ترکیې په انتالیا کې جوړه شي. په دې سرمشریزه کې به د څه باندې شل هېوادونو د حکومتونو د مشرانو په ګډون څه باندې څلور زره کسان ګډون وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چې د څه باندې ۶۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۸۰ نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو چارواکي به د « بحران په دوره کې د ډیپلوماسۍ د تمرکز» په مراسمو کې ګډون وکړي.

شاوخوا ۵۰ ښوونیز ورکشاپونه او ګردي میزونه پلان شوي او تمه کیږي چې ولسمشر اردوغان به د دې سرمشریزې په څنډه کې د هیوادونو له چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د فبرورۍ د میاشتې د زلزلې له امله د ۲۰۲۳ کال د انتالیا ډیپلوماټیکه غونډه وځنډول شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا