اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې د روسیه او هند ټینګار

دید خبرې آژانس: د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د روسیه ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د «ترهګرۍ» پر ضد مبارزه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د تأس خبري آژانس د راپور پر بنسټ «د دواړو هېوادونو مشرانو روسیه فدارسيون د امنیت شورا د منشي او هند د ملي امنیت او امنیت شوراګانو په چارو کې د لومړي وزير د سلاکار په کچه د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په اړه د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ.»

د روسیه ولسمشر او د هند لومړی وزیر په مسکو کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه ۸۱ ماده ایزه خبرپاڼه کې د نړیوالو او سیمه ایزو مسائلو کې په همکارۍ باندې هم ټینګار کړى دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ د کنسرت په تالار کې وژونکي برید د «طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګريزو فعالیتونو» د زیاتوالي په اړه اندیښنې راپورته کړې.

د اوراسيا خبري- شنونکي شبکې په یوه مقاله کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په سیمه کې «د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی دی.»

په همدې حال کې ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر جوبایډن په مشرۍ د امریکا اداره له طال-بانو سره د دا/عش پر وړاندې د استخباراتي همکارۍ د زیاتولو په لټه کې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا