اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ترهګرو ډلو مهار او د طا-لبانو بې کفایتي

دید خبرې آژانس: د اوراسيا خبري- شنونکې شبکې په یوه مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو په مهارولو کې د طا-لبانو پاتې راتلل نه یوازې دا هېواد؛ بلکې سیمه هم ګواښي.

دا خبري- تحلیلي شبکې وايي، چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان په تدریجي ډول د «ترهګرو سازمانونو په روزنځای» بدل شوی دی.

په مقاله کې راغلي، «واک ته د طا-لبانو بېرته راتګ بېلابېل افراطي سازمانونه چې له افغان طا-لبانو سره ایډیالوژیکي اړیکې لري، لا زړور کړي دي»

دغه خبري شنونکې شبکه وايي، سیمه ییز ترهګریز سازمان په افغانستان کې د طا-لبانو د واک ته رسېدو څخه الهام اخلي.

د اوراسيا په مقاله کې راغلي: «کله چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په دې اړه پراخې اندېښنې موجودې وې چې دا هېواد به د ترهګرو ډلو لپاره په امن ځای بدل شي.» له بده مرغه دا اندېښنې رښتينې شوې دي.»

د اورسيا خبري- شنونکې شبکه وايي، له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو سره سره؛ د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره د طا-لبانو اړیکې نه دي پرې شوې. د دغو ډلو بیا راژوندي کېدل نه یوازې په افغانستان کې ثبات ګډوډي؛ بلکې پراخه سیمه هم ګواښي.

يادې خبري شنونکي شبکې په دغه مقاله کې ویلي، د القاعده او تحریک طا-لبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د څو وسله والو او ترهګرو ډلو شتون د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی.

په نوموړې مقاله کې دغه راز راغلي چې طا-لبان له دغو ډلو سره له اوږدې مودې راهیسې اړیکې لري او دا مهال د افغانستان خاوره د بیا تنظیمولو، ګمارنې او پر ګاونډیو هېوادونو د بریدونو پلانولو لپاره کاروي.

د اورسيا خبري- شنونکې شبکه وايي چې د ټي ټي پي بیا فعالېدل د طا-لبانو د تګلارو او له افراطي ډلو سره د ایډیالوژیکي ملګرتیا مستقیمه پایله ده.

له بلې خوا په مقاله کې راغلي چې دا/عش خراسان ډله په لومړي سر کې د افغان طا-لبانو او نورو سخت دریځو ډلو له ناراضه غړو څخه جوړ شوی و؛ خو اوس په سیمه کې یوه تر ټولو بې رحمه ترهګره ډله ګرځېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې سنډى ګارډین د دې اونۍ په پیل کې راپور ورکړ چې د دا/عش خراسان نوي ګمارل شوي غړي په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه افغانستان ته د روزنې او د بریدونو د ترسره کولو لپاره سفر کوي.

د سنډې ګارډین راپور کې راغلي،« د دا/عش  خرسان ډلې د عملیاتو پراخول یوازې په مستقیمو بریدونو پورې محدود نه دي.بلنې دې ډلې په بیلابیلو سیمو کې د اسانتياوو رامنځته کونکو او ملاتړ کونکو شبکې رامینځته کولو باندې هم تمرکز کړی دی. په دې شبکه کې د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او نورو سیمو څخه د بهرنیو جنګیالیو ګمارنه او روزنه هم شامله ده. د منځنۍ اسیا د هېوادونو اتباع چې په کې تاجک او ازبکان هم شامل دي، په ځانګړې توګه د دې ډلې له خوا په نښه شوي دي.ځيني يې مخکې له دې چې خپلو هېوادونو ته ستانه شي او یا نورو سیمو ته لاړ شي د بریدونو څرنګوالی زده کړي لپاره{د طا-لبانو تر واک لاندې} افغانستان ته ځي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا