اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

د ترهګرو ډلو د فعالیت د لنډمهالي بندېدو قانون د پوتین لخوا لاسلیک شو

دید خبرې آژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون لاسلیک کړی چې، د دغه هېواد د ترهګرو په نوملړ کې د شاملو سازمانونو د فعالیتونو بندېدو ته په لنډمهالي توګه زمینه برابروي.

دغه قانون په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې د “طالبانو” نوم هم د روسیې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې دی.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه قانون په داسې شرایطو پورې تړلی چې، دغو سازمانونو له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او د هغوی په ګټه له تبلیغاتو لاس اخیستی وي.

د ټاس خبري اژانس په راپور کې راغلي:«ځنډېدل هغه وخت شوني دي چې، تایید شوي شواهد موجود وي چې، سازمان د ترهګرو سازمانونو په نوملړکې له شاملېدو وروسته د ترهګرۍ د تبلیغ، توجیه او ملاتړ یا د جزا قانون په تړاو اړوند جرمونو له ترسره کولو لاس اخیستی وي.»

تر دې مخکې، د روسیې پارلمان یو قانون تصویب کړی و چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو زمینه برابروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا