د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د طا-لبانو په ګډون پرانیستل کېږي
دید خبرې آژانس: طا-لبانو په ازبکستان کې د دوى د استازي په ګډون د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستلو اعلان وکړ.
د طا-لبانو د رٸيس الوزرا اقتصادي معاونت یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا سوداګريز مرکز نن (پنجشنبه، د وږي ۸) پرانیستل کېږي.
د يادولو وړ ده، چې د ازبکستان او اذربایجان لومړي وزيران او همدارنګه د قزاقستان او قرغزستان لوړ پوړي چارواکي به په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طا-لبانو د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر هم نن سهار د دغه نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه ازبکستان تللی دی.
دغه سوداګريز مرکز به د ازبکستان په ترمذ ښار کې چې د افغانستان له بلخ ولایت سره ګډه پوله لري، پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته له یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري او ټرانزیټي راکړه ورکړه په پام وړ کچه کمه شوې ده.
د د نېشن ورځپاڼې تازه کې خبر ورکړی، چې له پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټي سوداګري د تېر کال په پرتله ۵۹ سلنه کمه شوې ده.