اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

د ترانسپورټ سکتور هڅه کوي چې افغانستان د سیمې په سوداګریزې څلور لارې بدل کړي

د ترانسپورټ وزارت د اوسپنې پټلۍ، هوایي چلند، ترافیکو او ټولګټو ادارو یو ځای، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون وکړ.


د ترانسپورټ وزارت د اوسپنې پټلۍ، هوایي چلند، ترافیکو او ټولګټو ادارو یو ځای، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون وکړ.
د جمهور رییس د ۱۱۶ شمېرې فرمان له مخې د ترانسپورټ وزارت څانګې، د اوسپنې پټلۍ، ټولګټو، ترافیک او هوایي چلند سره یو ځای او فعالیتونه یې د ترانسپورټ وزارت تر چتر لاندې تر سره کېږي.
د ترانسپورټ وزیر، یما یاري وویل، دا ټولې ادارې د یوه سکتور په توګه د دولت هغه لیدلوري ته چې غواړي افغانستان د سیمې په سوداګریزې څلور لارې بدل کړي، په ګډه کار کوي.
هغه زیاته کړه د ترانسپورټ ملي ستراتیژي چې د پنځو کلونو لپاره په پام کې نیول شوې، د سړکونو سکتور ته د مالي تمویل او پانګې اچونې راجلبولو، د سړکونو شبکې پیاوړتیا او هغې ته د لاسرسي د زیاتولو په درېو اساسي اصولو متمرکزه ده.
په ورته وخت کې د ترانسپورټ وزارت د اوسپنې پټلۍ د ادارې رییس، محمد یما شمس وویل: دغې ادارې په ۱۳۹۷ مالي کال کې څه باندې ۳.۱ میلیارډه افغانۍ ثابت عواید درلودل. هغه وویل په یاد کال کې د سوداګریزو توکو وړونکې ۱۸۶ زره لارۍ له حیرتان بندره، ۲۸۵ زره ټنه سوداګریز توکي له آقینې بندره او ۲۹۰ زره ټنه د تورغونډۍ له بندره هیواد ته راغلي دي.
د ترانسپورت وزارت د ملکي هوایي چلند ادارې رییس، محمد قاسم وفایي زاده هم په ۱۳۹۷ مالي کال کې د دغې ادارې د عوایدو کچه څه باندې ۸.۱ میلیارډه افغانۍ وبلله. نوموړي د افغانستان د فضایي کنټرول د رادار د فعالیت پیل د دغې ادارې د اساسي لاسته راوړنې په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، له دې سیستم څخه په ګټې اخیستنې سره، هره الوتکه چې د هیواد هوایي حریم ته داخلېږي تر څارنې لاندې نیول کېږي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د پاکستان د هوايي حریم تړل کېدل د سیمې د هوايي ترافیک سیستم مختل کړی دی وویل: سره له دې چې نوي ډهلي ته د الوتنو لپاره بدیلې لارې په پام کې نیول شوې دي او زیاته یې کړه چې د هوايي چلند اداره په وروستیو کې هندوستان ته د چین د فضايي حریم له لارې د نوي مسیر د رامنځته کېدو په هڅه کې ده.
د هرات د نړیوال هوايي ډګر پراختیا، د لوګر هوايي ډګر جوړول، د سیمه ییز اتصال په موخه د نیمروز هوايي ډګر پراختیا او د کابل د هوايي ډګر پراختیا د هوايي چلند ادارې له راتلونکو پروګرامونو څخه دي.
د لویو لارو د ترانسپورټ د تنظیم مرستیال، امام محمد وریماچ، په ۱۳۹۷ مالي کال کې د دې برخې ټولیز عواید له ۱.۵ میلیارډه افغانیو څخه زیات په ګوته کړل. هغه وویل چې د ځمکني ترانسپورټ د جایدادونو له غاصبینو سره مبارزه دوام لري.
وریماچ د لاجوردو د لارې او چابهار بندر پرانیستنه د ځمکني لېږد رالېږد په برخه کې مهمې لاسته راوړنې وبللې او ویې ویل د نورو لارو د موندلو لپاره هم هڅې روانې دي.
د ترانسپورټ وزارت د ترافیکو لوی رییس، جنرال داوود چکري هم د دې ادارې پروګرامونه په پنځو عمده برخو لکه د امنیت او نظم رامنځته کولو او د ترافیکي بهیر ټینګښت، د واحدې مدرنې ادارې د سیسټم رامنځته کولو، د ترافيکي پېښو وقایه، ټیټوالی او مخنیوی او د علمي او مسلکي ظرفیتونو بیا کتلو او اصلاحاتو کې تشریح کړل. هغه وویل چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره، لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړ شوي دي.
چکري وویل سره له دې چې د ۱۳۹۷ کال د ترافیکي پیښو په کچه کې د تېر یو کال په پرتله ۲۰ سلنه کمښت راغلی، خو ټینګار یې وکړ چې د ترافيکي پېښو د لا راکمولو په برخه کې یې هڅې روانې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا