روستي خبرونهسیاستنړۍ

د تاشکند غونډه؛ ازبکستان په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند د غونډې په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د ټولو توکمونو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نورووف ویلي، چې په دې ناسته کې د ټولو ګډون کوونکو او ګاونډیو هېوادونو دریځونه روښانه او یو شان دي او طا-لبان باید خپل مسئولیتونه ادا کړي.
هغه زیاته کړه: طا-لبان باید یو ټول شموله حکومت رامینځته کړي چې په دې هیواد کې ټولې سیاسي، قومي او مذهبي ډلې پکې شاملې وي.
دا دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د «امنیت، اقتصادي ودې او د افغانستان سیمه ییز اتصال» تر سرلیک لاندې د ازبکستان په کوربه توب جوړېږي.

په دې غونډه کې د طا-لبانو په ګډون شل هېوادونه او نړیوال سازمانونه د افغانستان په اړه بحث کوي.
د طا-لبانو پلاوی د افغانستان په اړه د تاشکند په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د دوی د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې ته تللی دی.
,

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا