اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د تاجیکستان ولسمشر: د افغانستان او فلسطین د حالاتو په اړه اندېښمن یو

ډید خبري اژانس: د تاجیکستان ولسمشر د افغانستان او فلسطین د روانو حالاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

امام علي رحمان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په هېوادونو کې شته شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

امام علي رحمان په دې وروستیو کې د تاجیکستان په ولسي جرګه کې د خپل هېواد د کورني او بهرني سیاست په اړه وینا وکړه او د دې وینا د متن یوه کاپي د تاجکستان د ولسمشرۍ په ویب پاڼه کې خپره شوه.

ښاغلي رحمان په خپلو خبرو کې د نور وضاحت له ورکولو پرته د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه وښوده.

نوموړي په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید د ټولو توکمونو په ګډون یو دیموکراتیک او ټول شموله حکومت جوړ شي.

د وسلو، نشه یي توکو قاچاق او له افغانستان څخه تاجیکستان او منځنۍ اسیا ته د افراطیانو د نفوذ هڅې د دوشنبې نورې اندیښنې دي.

امام علي رحمان ټینګار وکړ، تاجکستان د ملګرو ملتونو، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو، د شانګهای د همکارۍ سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، د اقتصادي همکاریو سازمان، د امنیت د ګډو تړونونو سازمان، د امنیت د سازمان په ګډون له ټولو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره همکاري کوي. او په اروپا کې همکاري، او نور بنسټونه د همکارۍ مسلو حل کوي.

نوموړي د خپل پيغام په يوه بله برخه کې ويلي، چې تاجکستان غواړي په نږدې راتلونکي کې يو شمېر نړيوالې او سيمه ييزې ترانزيټي پروژې عملي کړي.

د امام علي رحمان په وينا، له دغو پروژو څخه يوه هم د چين-تاجیکستان-افغانستان ترانزيټي اقتصادي دهلېز دى، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا